ایکناخبری آژانس د بی ټي اې له قوله راپور راکړ،د بلغاریه دعلومو اکاډمۍ پخبل ویب سایټ کې اعلان کړی چې دغه څیړنه ددغه هیواد د ستر مفتي ددفتر په ملګرتیا سره د اکتوبر په پاي کې بشپړ شوې ده.
په دغې پروژې کې د ارولووا پولیسو د سلایار په سرپرستۍ سره یو څیړنیز ټيم،جاپي،لاس لیک شوي او تصویری سندونه چې تر دې دمه ورباندې هیڅ څیړنه نه ده شوې او په بلغاریه کې د مسلمانانو د کلتور او تاریخ سره اړونده وو ،برابر کړل.دغه سندونه د بلغاریه او ددغه هیواد دنورو سیمو د مفتي په دفتر کې خواره واره وو.له دغو ځيني سندونه په نولسمې پيړۍ کې برابر شوي دي.
ددغې پروژې څيني څیړاندو، دعثماني ترکی، عربی،فارسي،رومانیائي او ترکي ژبو باندې لیکل شوي کتابونه او خطي نسخې، چې د له مینځه تلو په حال کې وو،ډيجیټلي کړي دي.
په ټول کې د بلغاریه دعلومود د اکاډمۍ د آرشیو په ډيجیټلي دوسیسو کې یو زر اته اتیا فالیونه آرشیو شوي دي.
د بلغاریه د حکومت د رسمي احصایو په اساس،ددغه هیواد له شپږمیلیون او اته لکه نهه نوي زره جمعیّت څخه کابو پنځه لکه اتیا زره کسان مسلمانان دي.